ټولګټو وزارت د تخنيکي او مسلکي کسانو د جذب په موخه د شاو خوا ۴۰۰ تنو کډون کونکو څخه ازموینه واخیستله

media_admin
Sat, Aug 24 2024 3:25 PM
ټولګټو وزارت د تخنيکي او مسلکي کسانو  د جذب په موخه د شاو خوا ۴۰۰ تنو کډون کونکو څخه ازموینه واخیستله

 ټولګټو وزارت وړ او مسلکی کسانو ته د کار سپارلو او د تخنيکي او مسلکي کدرونو د جذب په موخه ۲۲ مسلکي بستونه د آزادې سيالۍ له لارې اعلان ته ورکړي وو، چې  شاوخوا د ۴۰۰ تنو کډون کوونکو څخه د صفرالمظفر په ۱۸ مه نیټه ازموینه واخیستل شوه.

دغه آزموینه چې د ټولګټو وزارت د یو شمیر مسؤلانو په شتون کې واخیستل شو د یاد وزارت تخنیکي معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح ګډون کوونکو ته ډاډ ور کړ چې دغه پروسه به په بشپړ شفافیت سره ترسره کیږي او زیاته يې کړه هغو کسانو چې په دغه ازموینه کې ډیرې نمرې تر لاسه کړې دي په اړوند برخه کې به په دنده وګمارل شي.

دغه راز محترم فاتح زیاته کړه چې که چیرې کوم ګډون کوونکی د ازموینې د پروسې په هکله شکایت لري، کولای شي چې د دریو ورځو په لړ کې خپل شکایت د اړوند مرجع سره شریک کړي.

د يادونې وړ ده چې ټولګټو وزارت د يادو ګدون کوونکو د ازموینې د پاڼو د ارزونې وروسته هغه کسان چې لوړې نمرې يې اخيستيې دي په اړوند بستونو کې به وګمارل شي. 

د ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د ياد وزارت د پروژو د ښه ترسره کېدلو لپاره ژمن، وړ او مسلکي کسان په دندو وګماري. 

.

1 month 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS