په دایکندی ولایت کې د ټولګټو وزارت لخوا د ۱۵میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴ کیلو متره سړک د ترمیم او رغونې کار پیل شو!

kalim_admin
Mon, Sep 02 2024 3:34 PM
دایکندی

د ټولګټو وزارت لخوا په دایکندي ولایت کې د ۱۴ کیلومتره سړک چې د یاد ولایت له لادوګگ تپې څخه پیل د پاتو ولسوالۍ تر پلستو سیمې پورې رسیږي او یاد ولایت د ارزګان له لارې د کندهار ولایت سره نښلوي، د ترمیم او رغونې کار یې په دو بیلابیلو لاټونو کې د ۱۵ میلونه افغانیو په ارزښت پیل شو.

د یادې پروژې لومړی لاټ د ۷.۲ کیلو کتره به اوږد والي سره د ۸۳۲۸۴۴۲ افغانیو په ارزښت او دویم لاټ یې د۶.۷ کیلو متره اوږد والي سره د ۶۶۷۱۵۵۸ افغانیو په ارزښت د دوه بیلابیلو سړک جوړونې او ودانیزو شرکتونو سره قرارداد شوي چې د رغونې چارې یې رسماً پیل شوې او دامهال په سیمه کې کار عملاً جریان لري.

د یاد سړک په ترمیم او رغونې سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او د کرنیز توکو په لیږد را لیږد کې به د پخوا په پرتله د پام وړ آسانتیاوې رامنځ ته شي.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمیر اوسیدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوي ده.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

2 years 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS