په دایکندی ولایت کې د ټولګټو وزارت لخوا د ۱۵میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴ کیلو متره سړک د ترمیم او رغونې کار پیل شو!

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۳۴
دایکندی

د ټولګټو وزارت لخوا په دایکندي ولایت کې د ۱۴ کیلومتره سړک چې د یاد ولایت له لادوګگ تپې څخه پیل د پاتو ولسوالۍ تر پلستو سیمې پورې رسیږي او یاد ولایت د ارزګان له لارې د کندهار ولایت سره نښلوي، د ترمیم او رغونې کار یې په دو بیلابیلو لاټونو کې د ۱۵ میلونه افغانیو په ارزښت پیل شو.

د یادې پروژې لومړی لاټ د ۷.۲ کیلو کتره به اوږد والي سره د ۸۳۲۸۴۴۲ افغانیو په ارزښت او دویم لاټ یې د۶.۷ کیلو متره اوږد والي سره د ۶۶۷۱۵۵۸ افغانیو په ارزښت د دوه بیلابیلو سړک جوړونې او ودانیزو شرکتونو سره قرارداد شوي چې د رغونې چارې یې رسماً پیل شوې او دامهال په سیمه کې کار عملاً جریان لري.

د یاد سړک په ترمیم او رغونې سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او د کرنیز توکو په لیږد را لیږد کې به د پخوا په پرتله د پام وړ آسانتیاوې رامنځ ته شي.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمیر اوسیدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوي ده.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

۱ کال 3 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۰:۱۱
Background image

د قوشتیپې – درزآب سرک د اساسي رغونې چارې د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت پیل شوې

د جوزجان ولایت اړوند د قوشتیپې – درزآب سرک د اساسي رغونې چارې، په دریوو لاټونو کې د تولګټو وزارت لخوا د دریو بیلابیلو سړک جوړونې او ودانیزو شرکتونو سره په تخمیني ډول د ۱.۴ میلیارده. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۸:۲۴
Background image

د چاريکار ښار څلورلاري د نښلونکي سړک د آسفالت(قير اچونې) کار د څه باندې ۴۵ ميلیونه افغانيو په ارزښت بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د چاريکار ښار څلورلاري د نښلونکي سړک د ( کابل - شمال) مسير د بیا رغونې کار چې څو میاشتې وړاندې د ټولګټو وزارت له لوري د څه باندې ۴۵ ميليونه افغانيو په ارزښت پیل شوی و، دا مهال يې کار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۴:۴۲
Background image

د ټولګټو سرپرست وزير د قزاقستان له سفير سره وکتل


د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني کابل کې د قزاقستان له سفير محترم عليم خان يسين ګيلدييف سره د يوشمير مهمو مسايلو په تړاو په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.

په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS