د حيرتان – مزار شریف د بهره بردارۍ او حفظ و مراقبت تړون د دوو کلونو لپاره وغځول شو

media_admin
Sat, Apr 26 2025 8:10 AM
د حيرتان – مزار شریف د بهره بردارۍ او حفظ و مراقبت تړون د دوو کلونو لپاره وغځول شو

 د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي اوزبيکستان هيواد ته د سفر پرمهال د حيرتان بندر د بهره بردارۍ او حفظ و مراقبت تړون د تمديد او د ياد بندر د ريلي ترميماتو تړون د غځولو په تړاو هوکړه وکړه.

ددغه سفر په جريان کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستيال او د اوزبيکستان هيواد د سوګديانا ټرانس کمپنۍ د رئيس محترم جمشيد آقا ترمنځ د حيرتان بندر اړوند د بهره بردارۍ او حفظ و مراقبت چارو د غځولو تړون د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کال لپاره وغځول شو.

په ياد سفر کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د مرستيال او اوزبيکستان هيواد د اوسپنې پټلۍ د رئيس ترمنځ د افغان-ټرانس پروژې د امکان سنجۍ د (Feasibility Study)  د پیل او د مزارشريف-هرات اوسپنې پټلۍ د سروې او ډيزاين چارو په مخ ته ورلو موافقه وشوه.

دغه راز په ياد سفر کې د حيرتان د ريلي ترميماتو پروژې غځولو په تړاو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستيال او اوزبيکستان هيواد د اوسپنې پټلۍ ادارې ترمنځ يوه صورت جلسه هم لاسليک شوه. 

دا په داسې حال کې ده، چې په دغه سفر کې د افغانستان، اوزبيکستان او پاکستان هيوادونو ترمنځ د افغان-ټرانس پروژې د عملي چارو د پيل کېدو په تړاو هم خبرې اترې کړي دي، چې اوزبيکستان هيواد د افغان-ټرانس پروژې د امکان سنجۍ (Feasibility Study) چارو مالي تمويل په غاړه اخيستی او په نږدې راتلونکې کې به يې چارې پيل شي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د مزارشريف-هرات د اوسپنې پټلۍ مسير د سروې او ډيزاين چارې هم د اوزبيکستان هيواد لخوا عملاً جريان لري.
 

.

2 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS