ټولګټو وزارت د کندهار - دايکنډي او باميان - دايکنډي په عمومي مسيرونو کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو ترمیماتي پروژو چارې پيل کړې

kalim_admin
Sat, Aug 23 2025 2:25 PM
ټولګټو وزارت د کندهار - دايکنډي او باميان - دايکنډي په عمومي مسيرونو کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو ترمیماتي پروژو چارې پيل کړې

د دايکنډي ولايت اړوند د لادوگگ تپې د ۳ کیلومتره سړک د جغل اچولو پروژه، چې ۱۱ پایې پلچکونه هم پکښې شامل دي؛ د (۴۳۰۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت او د ياد ولایت د شهرستان ولسوالۍ اړوند د ۲۰ کیلومتره اسفالتي سړک د اوږو (شولډر) ترمیم او د سړک د درزونو نیولو او ترمیم پروژه، چې له کهنه ده کلي څخه تر برلان بند بازار پورې رسيږي، د (۱۷۰۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت لخوا د دوو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره قرارداد شوې دي، چې د يادو دواړو پروژو کار رسماً پیل شوی دی.

د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې، د ياد ولایت د ټولګټو رئیس، تخنیکي انجنیرانو او د تطبیق کوونکو شرکتونو استازو ګډون کړی وو.

د یادونې وړده چې دغه پروژې به د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې د دایکندي د ولسونو لپاره به په ټرانسپورټي برخه کې ګڼ شمېر اسانتياوې رامنځته کړي.

.

2 years 3 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS