د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Sun, Aug 24 2025 8:13 AM
د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت تخنکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح د سالنګونو لویې لارې اړوند د جنوبي سالنګ،  شمالي سالنګ، دوشي – خنجان برخو او د دوشي – بامیان بدیل سړک له کاري بهیر او د شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ له ټولپلازاوو څخه په داسي حال کې لیدنه وکړه چې د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې رئیس محترم حاجي فضل ربي یې هم ملتیا کوله.

نوموړي د یاد سفر په لړ کې د  جنوبي سالنګ، شمالي سالنګ، دوشي – خنجان برخو څخه د لیدنې تر څنګ د یادو برخو د قراردادي شرکتونو مسئولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ته د کار دغوره کیفیت، چټکتیا، د سږکال د پلان شویو برخو د کار د بشپړېدو او هیوادوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د یادې لویې لارې په ګډون د یو شمېر نورو لویو لارو کار هم جریان لري چې د ټولګټو وزارت رهبرۍ یې وخت پروخت له کاري بهیر څخه لیدنه کړې ده او تطبیق کوونکو ټیمونو ته یې د کار د چټکتیا او غوره کیفیت په هکله لازمې لارښوونې کړې دي.

.

3 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS