په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۱۳۷۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Mon, Sep 15 2025 1:57 PM
په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې  ۹۱۳۷۳  مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره یوه اوونۍکې  د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د سنبلې مياشتي له ۱۴مې نيټې څخه   ترسنبلې ۲۰مې  نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ  له لارې  ۹۱۳۷۳  مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې  ۶۴۸۵۹ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۱۷۱  ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۰۷۸۱  ټنه او د خواف –هرات  ۱۳۵۶۲ له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال  ۹۱۳۷۳ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه  صادرات دي،  په تېره یوه اوونۍکې  ۳۵۶  ټنه صادرات شوي، چې یوه برخه وچه میوه او مس دی.  

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

.

7 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS