په بدخشان ولایت کې د یو پایه ۸۰ متره پل د رغونې چارې د څه باندې ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د ا.ا.ا د تولګټو وزارت د ځایي اوسیدونکو د ستونزو د حل په موخه، د بدخشان ولایت اړوند د ارګو او شهر بزرګ ولسوالیو ترمنځ د برلاس په سیمه کې د کوکچي پر سیند د یو پایه پُل د رغونې چارې له خصوصي سکټور سره د څه باندې ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد کړې وې، چې دامهال یې کار رسماً پيل شو.
دغه پل ۸۰ متره اوږدوالی او ۹.۹ متره پلنوالی لري، چې په کانکریټي ډول رغول کیږي او په رغولو سره به یې د ارګو، شهر بزرګ او د شهر بزرګ ولسوالۍ له لارې د دروازونو د پنځه ګونو ولسوالیو او بدخشان - تخار لویې لارې د تلونکو خلکو د تګ راتګ او د کرنیزو او سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد ستونزې هوارې شي.
