په بدخشان ولایت کې د یو پایه ۸۰ متره پل د رغونې چارې د څه باندې ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۲:۳۷
په بدخشان ولایت کې د یو پایه ۸۰ متره پل د رغونې چارې د څه باندې ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د تولګټو وزارت د ځایي اوسیدونکو د ستونزو د حل په موخه، د بدخشان ولایت اړوند د ارګو او شهر بزرګ ولسوالیو ترمنځ د برلاس په سیمه کې د کوکچي پر سیند د یو پایه پُل د رغونې چارې له خصوصي سکټور  سره د څه باندې ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد کړې وې، چې دامهال یې کار رسماً پيل شو.

دغه پل ۸۰ متره اوږدوالی او ۹.۹ متره پلنوالی لري، چې په کانکریټي ډول رغول کیږي او په رغولو سره به یې د ارګو، شهر بزرګ او د شهر بزرګ ولسوالۍ له لارې د دروازونو د پنځه ګونو ولسوالیو او بدخشان - تخار لویې لارې د تلونکو خلکو د تګ راتګ او د کرنیزو او سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد ستونزې هوارې شي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS