په بغلان ولایت کې د دهنهغوري ولسوالۍ سړک د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۳۸۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بغلان ولایت کې د دهنهغوري ولسوالۍ د ۱۷.۶ کیلومتره سړک د اساسي رغونې ( آسفالت) چارې د څه باندې ۳۸۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د بغلان ولایت د والي محترم الحاج مولوي عبدالرحمن حقاني، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي عبدالنصیر شیخ زاده او شمېر سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې رسماً پيل شوې.
یاد سړک ۱۷.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري، چې ۷ متره یې اسفالټ او دواړو غاړو ته یې یو نیم یو نیم متر شولډرونه شامل دي او د یاد سړک په اوږدو کې د ۵۱ پایې پلګوټو، ۱۶۰۰ مترو استنادي دېوالونو او ۸۹۰ متره د سړک غاړې ویالو د رغونې چارې هم شاملې دي، چې رغنیزې چارې به د ۱۵ کاري میاشتو په موده کې بشپړې او له بشپړېدو وروسته به ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د یاد سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او د کار په بشپړېدو سره به یې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
