په بغلان ولایت کې د دهنه‌غوري ولسوالۍ سړک د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۳۸۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۹:۱۵
په بغلان ولایت کې د دهنه‌غوري ولسوالۍ سړک د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۳۸۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بغلان ولایت کې د دهنه‌غوري ولسوالۍ د ۱۷.۶ کیلومتره سړک د اساسي رغونې ( آسفالت) چارې د څه باندې ۳۸۹.۴  میلیونه افغانیو په ارزښت د بغلان ولایت د والي محترم الحاج مولوي عبدالرحمن حقاني، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي عبدالنصیر شیخ زاده او شمېر سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې رسماً پيل شوې.

یاد سړک ۱۷.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري، چې ۷ متره یې اسفالټ او دواړو غاړو ته یې یو نیم یو نیم متر شولډرونه شامل دي او د یاد سړک په اوږدو کې د ۵۱ پایې پلګوټو، ۱۶۰۰ مترو استنادي دېوالونو او ۸۹۰ متره د سړک غاړې ویالو د رغونې چارې هم شاملې دي، چې رغنیزې چارې به د ۱۵ کاري میاشتو په موده کې بشپړې او له بشپړېدو وروسته به ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

د یاد سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او د کار په بشپړېدو سره به یې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS