د کابل ــ لوګر دوهم لاټ سړک د جوړولو کار۸۴ سلنه بشپړ شوی

mopw_admin
Sat, Nov 07 2020 10:00 AM
دا سړک له محمد آغه ولسوالۍ څخه پيل د لوګر ولایت تر مرکز پل علم پورې غځیدلی چې ۲۴.۱۵ کیلومتره اوږدالی، ۱۰ متره پلنوالی چې ۷ متره یې د موټر د تیریدلو لپاره ده، یوه پایه ۱۰ متره پل او ۸۹ پایي پلچکونه لري، چې له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره قرارداد شوی او د افغانستان حکومت لخوا تمویل کیږي چې تر دا مهاله یې د جوړولو کار ۸۴ سلنه پرمختګ کړی. یاد سړک له مهمو ملي لویې لارو څخه ګڼل کیږي چې د هیواد سهیل ختیځ ولایتونه له مرکز سره نښلوي دغه راز د سیمه اییز اتصال، د ترافیکو په کموالي، اقتصادي زون ته د لوګر ولایت د بدلولو تر

د کابل ــ لوګر دوهم لاټ سړک د جوړولو کار۸۴ سلنه بشپړ شوی

دا سړک له محمد آغه ولسوالۍ څخه پيل د لوګر ولایت تر مرکز پل علم پورې غځیدلی چې ۲۴.۱۵ کیلومتره اوږدالی، ۱۰ متره پلنوالی چې ۷ متره یې د موټر د تیریدلو لپاره ده، یوه پایه ۱۰ متره پل او ۸۹ پایي پلچکونه لري، چې له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره قرارداد شوی او د افغانستان حکومت لخوا تمویل کیږي چې تر دا مهاله یې د جوړولو کار ۸۴ سلنه پرمختګ کړی.
یاد سړک له مهمو ملي لویې لارو څخه ګڼل کیږي چې د هیواد سهیل ختیځ ولایتونه له مرکز سره نښلوي دغه راز د سیمه اییز اتصال، د ترافیکو په کموالي، اقتصادي زون ته د لوګر ولایت د بدلولو تر څنګ، د کرنې په وده، د کانونو سپړل، بازارونو ته د سیمه اییزو تولیدي محصولاتو عرضه کول، د جلغوزو او لرګي سوداګرۍ په پراختیا کې اغیزمن رول لري. 
د ټولګټو وزارت ــ کابل
لړم ۱۵، ۱۳۹۹

.

10 months 1 week ago

.

Latest news

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS