په سالنګ ولسوالۍ کې د کېبلي پله پر ځای اساسي پول جوړیږي

Anonymous (not verified)
Mon, Jun 07 2021 2:27 PM
په سالنګ ولسوالۍ کې د کېبلي پله پر ځای اساسي پول جوړیږي

د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د هغه پله پر ځای اساسي پُل جوړیږي چې خلکو به په یوه کېبل پسې نښتې جالۍ کې ځانونه ځوړندول او تر سیند به پورې وتل.

ټولګټو وزارت دې ستونزې ته په کتو سره اوس مهال په یاده سیمه کې د خطرناک کېبلي پله پر ځای ۳۰ متره اساسي پل او ۲۰۰ متره کانکرېټي سړک جوړوي.

د دې پروژې د رغنیز کار تړون د ټولګټو وزارت لخوا له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره شوی، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د دغه پله له جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې او د جوړېدو پر مهال یې هغوی کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې ټولګټو وزارت د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام ( NRAP) له لارې هڅه کوي چې د هیواد په لرو او ورسته پاتې سیمو کې د خلکو د تګ راتګ لپاره لارې او پلونه جوړ کړي.

.

4 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS