لغمان: د مهترلام ـ بادپښ د لومړۍ برخې سړک رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

Anonymous (not verified)
Thu, Jul 29 2021 3:21 PM
لغمان: د مهترلام ـ بادپښ د لومړۍ برخې سړک رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

د مهترلام – باد پښ سړک لومړۍ برخه چې ۲۰.۶۶ کیلومتره اوږدوالی او ۶ متره پلنوالی لري، د لغمان ولایت له مرکز مهترلام ښار څخه تر بادپښ ولسوالۍ پورې غځیدلی، چې اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۹۰ سلنه کاري پرمختګ سره روانې دي.

د سړک دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري د څه باندې ۳۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره لاسلیک شوي چې مالي لګښت یې د افغانستان دولت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

یاد سړک د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره ځانګړی اقتصادي او ټولنیز ارزښت لري، چې د کار په جریان کې یې د سیمې ګڼو اوسېدونکو ته کاري بوختیاوې رامنځته شوې دي.

د مهترلام ـ بادپښ سړک له بشپړېدو سره به نه یوازې یاده ولسوالي له مرکز سره ونښلي بلکي د کرنیزو حاصلاتو، میوو دانو په لېږد او روغتيايي مرکزونو ته د خلکو په اسانه لاسرسي کې به هم ډېره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د مهترلام - بادپښ سړک ټولټال څه باندې ۴۱ کیلومتره اوږدوالی لري چې په دوو برخو ویشل شوی او د دویمې برخې رغنیزې چارې یې هم روانې دي.

.

3 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS