لغمان: د مهترلام ـ بادپښ د لومړۍ برخې سړک رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۵:۲۱
لغمان: د مهترلام ـ بادپښ د لومړۍ برخې سړک رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

د مهترلام – باد پښ سړک لومړۍ برخه چې ۲۰.۶۶ کیلومتره اوږدوالی او ۶ متره پلنوالی لري، د لغمان ولایت له مرکز مهترلام ښار څخه تر بادپښ ولسوالۍ پورې غځیدلی، چې اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۹۰ سلنه کاري پرمختګ سره روانې دي.

د سړک دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري د څه باندې ۳۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره لاسلیک شوي چې مالي لګښت یې د افغانستان دولت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

یاد سړک د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره ځانګړی اقتصادي او ټولنیز ارزښت لري، چې د کار په جریان کې یې د سیمې ګڼو اوسېدونکو ته کاري بوختیاوې رامنځته شوې دي.

د مهترلام ـ بادپښ سړک له بشپړېدو سره به نه یوازې یاده ولسوالي له مرکز سره ونښلي بلکي د کرنیزو حاصلاتو، میوو دانو په لېږد او روغتيايي مرکزونو ته د خلکو په اسانه لاسرسي کې به هم ډېره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د مهترلام - بادپښ سړک ټولټال څه باندې ۴۱ کیلومتره اوږدوالی لري چې په دوو برخو ویشل شوی او د دویمې برخې رغنیزې چارې یې هم روانې دي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS