د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

media_admin
Sun, Feb 05 2023 1:12 PM
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

د سالنګ لویه لار: 
نن ورځ په سالنګ کې هوا نیمه وریېځ ده، د ورځې په جریان کې د واورې د اورښت اټکل شوی، دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لور او بار وړونکي موټر له شمال څخه جنوب لوري ته د ځنځیر(چین) په تړلو سره تګ کولی شي. 
بامیان:
په بامیانو کې د دشت دیوالي – پنجاب ولسوالۍ او ورس پُل مسیرونه په موقت ډول د واورې ښوېدنې له امله بندې شوې، چې د پاکولو کار یې دوام لري. 
غور: 
په غور کې لارې خلاصې دي، د لعل او کرمان مسیرونو د پاکولو کار جریان لري، د یاد ولایت نوري ټولي لارې خلاصي دي. 
بادغیس:
 د دغه ولایت د قلعه نو – هرات مسیر کې د سبزک کوتل د واورې پاکولو کار دوام لري، د یاد ولایت نوري ټولې لارې خلاصي دي.

ټولګټو وزارت د ورستیو واورو له امله په تېره یوه اونۍ کې شاوخوا سلګونه کیلومتره سړکونو او لویې لارې لکه: د سالنګ لویې لار، د کابل – جلال آباد، کابل – ګردیز، ګردیز - خوست، کابل – غزني، میدان وردګ – بامیان او دایکنډي او غور – هرات لویې لارې او د پنجشیر عمومي سړک له واورو څخه پاکي کړي او د هیوادولو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي. 

همدارنګه د ځینو ولایتونو د ولسوالیو سړکونه او لارې هم له واورو څخه پاکاري شوې دي، چې له دې ډلې، د میدان وردګو د نرخ ولسوالۍ سړک، د غزني د واغظ ولسوالۍ سړک، د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ سړک، د زابل د شینکۍ ولسوالۍ د ډب کوتل لارې له واورو څخه پاکي شوې دي. 

 

.

2 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS