د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده له آقینې بندر څخه لیدنه وکړه

media_admin
Wed, Oct 16 2024 2:37 PM
د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده له آقینې بندر څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده آقینې بندر ته د خپل کاري سفر پرمهال ددغه بندر څخه د ليدنې او ارزونې ترڅنګ له ملي تجارانو سره هم وکتل.

په دغه سفر کې د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال له آقینې بندر څخه د انتقالاتو د چټکتيا او د ياد بندر د جغل اچونې له چارو څخه هم لیدنه وکړه.

نوموړي اړوند مسوولينو ته د شته ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال وړاندې له حيرتان بندر څخه لیدنه کړې وه او د حيرتان بندر د ريلي او غير ريلي برخو د ترميماتو، د انتقالاتو د سرعت او د ياد بندر د ترميم شويو برخو ګټې اخيستنې ته د سپارلو په تړاو خبرې اترې شوې وې.

ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د هېواد د لويو لارو، سړکونو او اوسپنيزې کرښې په رغونې، ترميم او بیارغونې سره درنو هېوادوالو ته بشپړې ټرانسپورتي اسانتياوې رامنځته کړي.
 

.

1 year 4 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS