ډېر ژر به د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د ۵۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ رغولو يوه تفاهمنامه لاسلیک شي

kalim_admin
Sat, Jul 12 2025 9:00 AM
000

۱۹مه، سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ياد وزارت د تخنيکي، ساتنې او څارنې د مرستيالانو او يوشمير رئيسانو په شتون کې د قزاقستان هيواد د ټرانسپورټ له مرستيال وزير محترم کالیاکپاروف ماکسات او مل پلاوي، سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د ناستې په پيل کې، د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر نوموړي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ زياته کړه، چې د ا.ا.ا د رهبرۍ په کچه چمتو دی، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ موجوده تاريخي، اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي اړیکې لا زياتې پياوړي کړي.

ورپسې د قزاقستان هيواد د ټرانسپورټ مرستيال وزير وويل: «د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوامداره تجارتي او ټرانزیټي اړیکو له امله دواړه هېوادونه په سيمه کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې دوه مهم شريکان او همکاران ګڼل کيږي او په همدې اساس قزاقستان غواړي د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ په مسير ۵۰۰ ميليونه امريکايي ډالره پانګونه وکړي

د هغه په خبره، چې په لومړۍ مرحله کې ددې پانګونې متذکره مبلغ يوازې د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ مسير رغولو ته ځانګړی شوی او په دويمه مرحله کې موخه د هرات-سپين بولدک د اوسپنې پټلۍ مسير رغول دي.

د ناستې په پای کې دواړو لوريو د ياد ريلي دهليز د تخنيکي چارو او اهميت په تړاو نظرونه تبادله کړل او ويې ويل، چې دغه ريلي دهليز نه يوازې د افغانستان او قزاقستان په تجارتي او ټرانزیټي برخه کې اسانتياوې رامنځته کوي، بلکې د منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا د هيوادونو ترمنځ د اتصال، سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې د تسهيلاتو رامنځته کولو لپاره مهم او اغېزناک ګام دی.

ټاکل شوې ده، ډېر ژر د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ په مسير د پانګونې لپاره د ا.ا.ا د رهبرۍ او د قزاقستان هيواد د ټرانسپورټ د مرستيال وزير ترمنځ د ۵۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت يوه تفاهمنامه لاسلیک شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هرات-تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ په مسير د پانګونې په تړاو دا دويمه ناسته ده، چې ترسره کيږي.

د ټولګټو وزارت رسنيز دفتر

.

2 years 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS