ډېر ژر به د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د ۵۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ رغولو يوه تفاهمنامه لاسلیک شي

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۰
000

 د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ياد وزارت د تخنيکي، ساتنې او څارنې د مرستيالانو او يوشمير رئيسانو په شتون کې د قزاقستان هيواد د ټرانسپورټ له مرستيال وزير محترم کالیاکپاروف ماکسات او مل پلاوي، سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د ناستې په پيل کې، د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر نوموړي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ زياته کړه، چې د ا.ا.ا د رهبرۍ په کچه چمتو دی، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ موجوده تاريخي، اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي اړیکې لا زياتې پياوړي کړي.

ورپسې د قزاقستان هيواد د ټرانسپورټ مرستيال وزير وويل: «د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوامداره تجارتي او ټرانزیټي اړیکو له امله دواړه هېوادونه په سيمه کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې دوه مهم شريکان او همکاران ګڼل کيږي او په همدې اساس قزاقستان غواړي د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ په مسير ۵۰۰ ميليونه امريکايي ډالره پانګونه وکړي

د هغه په خبره، چې په لومړۍ مرحله کې ددې پانګونې متذکره مبلغ يوازې د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ مسير رغولو ته ځانګړی شوی او په دويمه مرحله کې موخه د هرات-سپين بولدک د اوسپنې پټلۍ مسير رغول دي.

د ناستې په پای کې دواړو لوريو د ياد ريلي دهليز د تخنيکي چارو او اهميت په تړاو نظرونه تبادله کړل او ويې ويل، چې دغه ريلي دهليز نه يوازې د افغانستان او قزاقستان په تجارتي او ټرانزیټي برخه کې اسانتياوې رامنځته کوي، بلکې د منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا د هيوادونو ترمنځ د اتصال، سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې د تسهيلاتو رامنځته کولو لپاره مهم او اغېزناک ګام دی.

ټاکل شوې ده، ډېر ژر د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ په مسير د پانګونې لپاره د ا.ا.ا د رهبرۍ او د قزاقستان هيواد د ټرانسپورټ د مرستيال وزير ترمنځ د ۵۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت يوه تفاهمنامه لاسلیک شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هرات-تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ په مسير د پانګونې په تړاو دا دويمه ناسته ده، چې ترسره کيږي.

...

2 کلونه 3 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۴:۲۵
Background image

ټولګټو وزارت د کندهار - دايکنډي او باميان - دايکنډي په عمومي مسيرونو کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو ترمیماتي پروژو چارې پيل کړې

د دايکنډي ولايت اړوند د لادوگگ تپې د ۳ کیلومتره سړک د جغل اچولو پروژه، چې ۱۱ پایې پلچکونه هم پکښې شامل دي؛ د (۴۳۰۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت او د ياد ولایت د شهرستان ولسوالۍ اړوند د ۲۰ کیلوم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۲:۲۰
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې د څلورمې برخې د درېیمې طبقې د آسفالټ چارې د میدان وردګ ولایت اړوند جریان لري

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د څلورمې برخې ۳۷.۶ کیلومتره سړک چې د سیدآباد ولسوالۍ له بازار څخه پیل د غزني ولایت ترحدودو یا عزیزکلا سیمې پورې رسیږي د سب بیس، بیس کورس، ATB، بیندرکورس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۵۷
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې له دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې له دویم لین سړک د کابل ولايت له لوري د پخواني کانکریټي سړک په دوام  د ۳۲ کيلومتره برخې له کاري بهیر، کرش. . .

BACK TO NEWS