د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ– دولت آباد سړک د ترمیم چارې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

kalim_admin
Mon, Sep 08 2025 10:21 AM
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لورې د بلخ– دولت آباد سړک د ترمیم چارې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د بلخ– دولت آباد سړک د ترمیم چارې د بلخ ولایت مقام د والي مرستیال محترم مولوي نورالهادي ابو ادریس، دیاد ولایت د تولګټو رئیس مولوي عبدالصبور صابر، سیمه ییزو مسؤلینو، مجاهدینو او د سیمې د ځینو مخورو په شتون کې پیل شوې.

د بلخ– دولت آباد سړک ۲۷.۸ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ترمیم چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۶.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي، چې دامهال یې کار رسماً پيل شو.

په یاده پروژه کې د سړک د فرش د ترمیم ترڅنګ د یو شمیر  پلګوټو او د سړک د اوږو( شولډرو) د ترمیم کار هم شامل دی، چې د دریو میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې د چارو په بشپړیدو سره به د خلکو ټرانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

.

2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS