په غزني ولایت کې د اجرستان ولسوالۍ د خون کوتل ۳۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۳۴۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

kalim_admin
Wed, Nov 19 2025 11:17 AM
په غزني ولایت کې د اجرستان ولسوالۍ د خون کوتل ۳۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۳۴۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په غزني ولایت کې د اجرستان ولسوالۍ د خون کوتل ۳۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۳۴۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د رئیس محترم مولوي عبد القدیر بلال، یوشمېر سیمه ییزو مسئولینو او قومي مخورو په شتون کې پيل شوې.

دغه سړک ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د اجرستان او مالستان ولسوالۍ د خون کوتل له لارې یو له بل سره نښلوي او په اوږدو کې یې د یو شمېر پلونو، پلګوټو، واشونو او استنادي دېوالونو د رغونې کار هم شامل دی چې د یو کال په موده کې به یې رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یاد سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د کار په بشپړېدو سره به یې د اجرستان او مالستان ولسوالیو د تلونکو خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د انتقالاتو په برخه کې بشپړې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

.

2 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS