داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د هرات د روزنک سټېشن د مخابراتي سیستم د تدارک او نصب پروژه

kalim_admin
 اعلان دعوت به داوطلبی- پروژه تهیه تدارک و نصب سیستم مخابراتی ایستگاه روزنک هرات

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د هرات د روزنک سټېشن د مخابراتي سیستم د تدارک او نصب پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. چې د (MOPW/1405/G-27/NCB) تشخصیه شمېرې درلودونکې ده. ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر او بند شوي آفرونه وسپاري.

د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته:
د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري. شرطپاڼه د فلش، مېمورۍ له لارې یا د ملي تدارکاتو د محترمې ادارې د وېبپاڼې د اعلانو له برخې څخه ترلاسه کړئ.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه:
آفرونه به د ۱۴۰۵/ ۴/۱۴نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو وسپارل شي، چې دا د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضرب‌الاجل دی. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین:
د داوطلبۍ په روانو پروسو کې د آفر تضمین، د ملي تدارکاتو د محترم کمېسیون د( ۸۶۷) ګڼې پرېکړې له مخې، چې د۱۴۴۷/۸/۸ نېټې ده، د عقودو د قانون تر اړوندې کړنلارې تر نهايي کېدو پورې د تطبیق وړ نه دی.

د آفر پرانیستلو وخت:
۱۴۰۵/ ۴/۱۴ نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو

د آفر پرانیستلو ځای:
ټولګټو وزارت.

یادونه:
که چېرې د روان ۱۴۰۵ کال د  ۴/۱۴ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې ټاکلي وخت او هماغه ځای کې چې په دې مکتوب کې ذکر شوی، ترسره شي.

.

10 months ago

 

More tenders

Sat, Dec 14 2024 9:45 AM
Background image

REQUEST FOR Consultancy Service for Detail Survey and Detail design for Kandahar-Spinboldak Railway Project LENGTH (96 Km)

Procuring Entity

National Procurement directorate (NPD) on behalf of      Ministry of Public Works/Afghanistan Railway Authority (MOPW/ARA)

Fund . . .

Sun, Feb 21 2021 9:33 AM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

(Consulting Services – Firms Selection)

Country:  Government of Islamic Republic of Afghanistan

Project:    Trans-Hindukush Road . . .

Back to tenders