داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د هرات د روزنک سټېشن د مخابراتي سیستم د تدارک او نصب پروژه

kalim_admin
 اعلان دعوت به داوطلبی- پروژه تهیه تدارک و نصب سیستم مخابراتی ایستگاه روزنک هرات

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د هرات د روزنک سټېشن د مخابراتي سیستم د تدارک او نصب پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. چې د (MOPW/1405/G-27/NCB) تشخصیه شمېرې درلودونکې ده. ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر او بند شوي آفرونه وسپاري.

د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته:
د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري. شرطپاڼه د فلش، مېمورۍ له لارې یا د ملي تدارکاتو د محترمې ادارې د وېبپاڼې د اعلانو له برخې څخه ترلاسه کړئ.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه:
آفرونه به د ۱۴۰۵/ ۴/۱۴نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو وسپارل شي، چې دا د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضرب‌الاجل دی. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین:
د داوطلبۍ په روانو پروسو کې د آفر تضمین، د ملي تدارکاتو د محترم کمېسیون د( ۸۶۷) ګڼې پرېکړې له مخې، چې د۱۴۴۷/۸/۸ نېټې ده، د عقودو د قانون تر اړوندې کړنلارې تر نهايي کېدو پورې د تطبیق وړ نه دی.

د آفر پرانیستلو وخت:
۱۴۰۵/ ۴/۱۴ نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو

د آفر پرانیستلو ځای:
ټولګټو وزارت.

یادونه:
که چېرې د روان ۱۴۰۵ کال د  ۴/۱۴ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې ټاکلي وخت او هماغه ځای کې چې په دې مکتوب کې ذکر شوی، ترسره شي.

...

10 میاشتې 4 اونی ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا-د  زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د شاه قدم سیمې د نوي ساختماني پل جوړولو پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته خبر ورکوي؛ ترڅو د  زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د شاه قدم سیمې د نوي ساختماني پل جوړولو پروژې قرارداد، چې د(MOPW/1405/W-005/NCB)  تشخصی . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د ارزګان ولایت د پل تنګي 50 متره پله د بیا رغونې پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته خبر ورکوي؛ ترڅو د ارزګان ولایت د پل تنګي 50 متره پله د بیا رغونې پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-007/NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۴۷
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د زابل ولایت د پلسنګي نوي جوړ شوي ترازو د سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته خبر ورکوي؛ ترڅو د زابل ولایت د پلسنګي نوي جوړ شوي ترازو د سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-011/NCB)) تشخصی . . .

Back to tenders