په جوزا میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۹۷۴۸۲مټریک ټنه انتقالات شوي دي
د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د جوزا مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷ سوه ۹۷ زره ۴۸۲مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې ۵۳۸۸۸۹ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۵۷۲۲ مټریک ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۷۰۰۸ مټریک ټنه او د خواف –هرات له لارې ۱۰۵۸۶۳مټریک ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۷ سوه ۹۷ زره ۴۸۲ مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په جوزا مياشت کې ۲۵۱۷ټنه صادرات شوي دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د ا.ا.ا دټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې رامنځ ته کړي.
