په جوزا میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۹۷۴۸۲مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۵۳
په جوزا میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۹۷۴۸۲مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د جوزا مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷ سوه ۹۷  زره ۴۸۲مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۳۸۸۸۹ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۵۷۲۲ مټریک ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۷۰۰۸ مټریک ټنه او د خواف –هرات له لارې  ۱۰۵۸۶۳مټریک ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۷ سوه ۹۷ زره ۴۸۲ مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

 د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په جوزا مياشت کې ۲۵۱۷ټنه  صادرات شوي دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا دټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې رامنځ ته کړي.

10 months ago

.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۵۵
Background image

در ماه جوزا از طریق خطوط آهن ۷۹۷۴۸۲ متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

از آغاز الی ختم ماه جوزا سال ۱۴۰۵هـ.ش. از طریق خطوط آهن وزارت فواید عامه افغانستان ۷صد و ۹۷هزار و۴۸۲متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان ۵۳۸۸۸۹  متریک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۲:۳۱
Background image

پروژه اعمار پل ده زیارت ولایت لغمان با ۵۰ فیصد پیشرفت فزیکی جریان دارد

پروژه اعمار پل ده زیارت در شهر مهترلام ولایت لغمان به طول ۱۰۰ متر و عرض ۹ متر، به ارزش ۵۲ میلیون و ۸ صدهزار افغانی ازسوی وزارت فواید عامه جریان دارد.

کار ساخت این پل میان وزارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۸:۵۳
Background image

کار اعمار و ساختمان ۲۰ کیلومتر سرک ارگون - ساحه رباط ولسوالی سروبی در ولایت پکتيکا به شکل دیزاین بلت آغاز شد

کار اعمار و ساختمان ۲۰ کیلومتر سرک ارگون - ساحه رباط ولسوالی سروبی در ولایت پکتيکا به شکل دیزاین بلت، از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا، به ارزش ۵۶۰ میلیون افغانی، با حضور محترم مولوی. . .

BACK TO NEWS