خوست: د موسی خیلو ولسوالۍ د غلنګ پُل د اساسي جوړولو کار پیل شو

د خوست ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ د غلنګ پُل د جوړلو کار د سیمې د اوسېدونکو او حق خیریه بنسټ په مالي مرسته د سیمه اییزو چارواکو په شتون کې پیل شو.
یاد پُل د خوست ولایت د موسی خیلو او قلندر ولسوالیو او د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ پر نښلونکي سړک موقعیت لري.
د یادونې وړ ده، چې د یاد پل د سروې او ډیزان چارې د ټولګټو وزارت د انجنیري ټیم له لوري تر سره شوې دي او د ټولګټو ریاست له لوري به د کار د غوره کیفیت په موخه دوامداره څارنه ترې وشي.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر