داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- دوه پایه پلونو

ashraf_admin
اعلان داوطلبی

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو درنو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د کابل-کندهار لويې لارې اړوند د ميدان وردګ ولايت د دراني پُل او د ياد ولايت د پُل سرخ د ترميماتي پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي، د شرطنامې سافټ کاپي او تخنيکي اسناد د ټولګټو وزارت د ساختماني چارو رياست له تدارکاتو آمريت څخه ترلاسه کړي، خپل سر تړلي آفرونه په شرطنامه کې د درج شويو اصولو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق د خبرتيا د نشر له نېټې څخه تر (۱۴۰۳/۱۲/۰۴) – سهار (۱۰:۰۰) بجې د ټولګټو وزارت تدارکاتو رياست ته، چې د ملالۍ واټ، پخواني کورنيو چارو وزارت سړک، د معلوماتو او ملي احصايې ادارې ترڅنګ واقع دی؛ وسپاري.
ناوخته رسيدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د دراني پُل د ترميماتي پروژې د آفر تضمين په بانکي ډول (۶۰،۰۰۰) - (شپيته زره) افغانۍ او د پُل سرخ د ترميماتي پروژې د آفر تضمين هم په بانکي ډول (۱۱۳،۰۰۰) – (يو سل او ديارلس زره) افغانۍ دی.
د آفرونو پرانيستلو غونډه به په (۰۵/۱۲/۱۴۰۳) نېټه سهار (۱۰:۰۰) بجې د ټولګټو وزارت د رياست دفتر د غونډو په تالار کې په دريم منزل کې ترسره شي.

...

4 میاشتې 4 اونی ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۷
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا-د کندز ولایت په مرکز د پل الچین په سیمه کې  د (۲) جریبه، (۶) بسوه او (۱۸) بواسه ځمکې ورکولو پروسه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅود کندز ولایت په مرکز د پل الچین په سیمه کې  د (۲) جریبه، (۶) بسوه او (۱۸) بواسه ځمکه د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱۹
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د (16) ولایتونو لپاره د پرزو، ټایرونو او بېټریو د چمتو کولو او تدارک پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د (16) ولایتونو لپاره د پرزو، ټایرونو او بېټریو د چمتو کولو او تدارک پروژه (د وسایطو او ماشینرۍ ترمیمات د یوې واحدې منبع . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د خواف - هرات د اوسپنې پټلې د درېیمې قطعې د (DMR) مخابراتي سیستم د بشپړولو، چمتو کولواو تدارک پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو ( د خواف - هرات د اوسپنې پټلې د درېیمې قطعې د (DMR) مخابراتي سیستم د بشپړولو، چمتو کولواو تدارک پروژې)  چې  MOPW/1404/G . . .

Back to tenders