داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ټولګټو وزارت د ترازوګانو د چارو د تنظیم ریاست د اړتیا وړ د A11 پوس بانک کاغذ د یوه قلم جنس د برابرولو او پېرودلو پروژه

kalim_admin
پروژه تهیه و خریداری یک قلم جنس کاغذ پوس بانک A11 مورد ضرورت ریاست محترم تنظیم امور ترازوها وزارت فواید عامه

Publish Date

Closing Date

د ټولګټو وزارت له ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي چې( د ټولګټو وزارت د ترازوګانو د چارو د تنظیم ریاست د اړتیا وړ د A11 پوس بانک کاغذ د یوه قلم جنس د برابرولو او پېرودلو پروژې) په داوطلبۍ کې، چې د مطلق مؤجل بیع پر بنسټ ترسره کېږي او د  MOPW/1405/G-22/NCB تشخیصي شمېرې لرونکې ده، ګډون وکړي او خپل تړلي آفرونه (وړاندیزونه) د شرطپاڼې له شرایطو سره سم د اعلان له خپرېدو وروسته وسپاري.

داوطلبان کولای شي شرطنامه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو له آمریت څخه، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ او د ملي احصایې او معلوماتو ادارې پهڅنګ کې موقعیت لري، د فلش  میمورۍ(Flash Memory)  له لارې ترلاسه کړي، یا یې هم د ملي تدارکاتو ادارې د وېبپاڼې د اعلاناتو له برخې څخه ترلاسه کړي.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه ۱۴۰۵/ ۴/ ۴ هـ.ش د سهار ۱۰:۰۰ بجې ده. ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې لېږل شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر پرانیستلو وخت:
۱۴۰۵/ ۴/ ۴ هـ.ش، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.

د آفر پرانیستلو ځای:
ټولګټو وزارت.

یادونه:
که چېرې د ۱۴۰۵/ ۴/ ۴ هـ.ش نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې وخت او هماغه ځای کې چې په دې اعلان کې ذکر شوي، ترسره شي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۰:۴۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د عوایدو ریاست د جنوبي او شمالي سالنګونو د ټولپلازاؤ آمریتونو د اړتیا وړ 3 قلمه محروقاتو د تدارک او چمتو کولو پروژه

په همدې اساس ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د1405  مالي کال لپاره د عوایدو ریاست د جنوبي او شمالي سالنګونو د ټولپلازاؤ آمریتونو د اړتیا وړ 3 قلمه . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۱۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د شمالي او جنوبي سالنګونو د ټولپلازاوو د اړتیا وړ ۷۰ قلمه قرطاسیه ‌بابو د پېرلو پروژه د مطلقې مؤجلې بیعې پر اساس

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د شمالي او جنوبي سالنګونو د ټولپلازاوو د اړتیا وړ ۷۰ قلمه قرطاسیه ‌بابو د پېرلو پروژه د مطلقې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۳۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د لوګر - میدان وردګ سړک د بیارغونې او ترمیم پروژه له پل علم څخه تر نه برجه پورې

د داوطلبۍ شمېره : NPD/MOPW/1405/NCB/W-3178

د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د ټولګټو وزارت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د یادې پروژې د . . .

Back to tenders