داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د درېیو قلمه اړتیا وړغوښې د تدارک او برابرولو پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د درېیو قلمه اړتیا وړغوښې د تدارک او برابرولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د MOPW/1405/G-36/NCB تشخصیه شمېرې لرونکې ده، ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر او بند شوي آفرونه وسپاري.
د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته:
د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، شرطپاڼه د فلش، مېمورۍ له لارې ترلاسه کړئ، همدارنګه تاسو کولای شې چې شرطپاڼه د ملي تدارکاتو محترم ریاست له ویب پاڼې هم تر لاسه کړئ.
د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه:
آفرونه به د ۱۴۰۵/۵/۳نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو وسپارل شي، چې دا د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضربالاجل دی. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د داوطلبۍ په روانو پروسو کې د آفر تضمین، د ملي تدارکاتو د محترم کمېسیون د( ۸۶۷) ګڼې پرېکړې له مخې، چې د۱۴۴۷/۸/۸ نېټې ده، د عقودو د قانون تر اړوندې کړنلارې تر نهايي کېدو پورې د تطبیق وړ نه دی.
د آفر پرانیستلو وخت:
۱۴۰۵/۵/۳نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو
د آفر پرانیستلو ځای:
ټولګټو وزارت.
یادونه:که چېرې د روان ۱۴۰۵ کال د ۳/۵ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې ټاکلي وخت او هماغه ځای کې چې په دې مکتوب کې ذکر شوی، ترسره شي.
