داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د پلچرخي ترازو د درې قلمه اجناسو او تجهیزاتو (د ترازو فریم، د ترازو سافټویر او د آرتینګ سیسټم) د برابرولو او پېرودلو پروژه
Publish Date
Closing Date
د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي چې د( ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د پلچرخي ترازو د درې قلمه اجناسو او تجهیزاتو (د ترازو فریم، د ترازو سافټویر او د آرتینګ سیسټم) د برابرولو او پېرودلو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې، چې د مطلق مؤجل بیع پر بنسټ او د ملي پرانیستې داوطلبۍ د طریقې له مخې ترسره کېږي او د NCBMOPW/1404-24/NCB تشخیصي شمېرې لرونکې ده، ګډون وکړي او خپل تړلي آفرونه (وړاندیزونه) د شرطنامې له شرایطو سره سم د اعلان له خپرېدو وروسته وړاندې کړي.
داوطلبان کولای شي شرطنامه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو له آمریت څخه، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ او د ملي احصایې او معلوماتو ادارې په ګاونډ کې موقعیت لري، د فلش میمورۍ (Flash Memory) له لارې ترلاسه کړي، یا یې هم د ملي تدارکاتو ادارې له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي.
د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه ۱۴۰۵/۴/۴ هـ.ش د سهار ۱۰:۰۰ بجې ده. ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر پرانیستلو وخت:
۱۴۰۵/۴/۴ هـ.ش، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.
د آفر پرانیستلو ځای:
ټولګټو وزارت.
یادونه:
که چېرې د ۱۴۰۵/ ۴/ ۴ هـ.ش نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې وخت او هماغه ځای کې چې په دې اعلان کې ذکر شوي، ترسره شي.
