داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- هلمند ولایت، ګرشک ولسوالۍ بازار کې   (11،33) جریبه ځمکه د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت د کرایه ورکولو پروسه

kalim_admin
اعلان اجاره دهی موازی  (11.33) جریب زمین مازاد ملکیت وزارت فواید عامه ولایت هلمند واقع بازار ولسوالی ګرشک

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د هلمند ولایت، ګرشک ولسوالۍ بازار کې   (11،33) جریبه ځمکه د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د کرایه ورکولو پروسه کې ګدون وکړي،له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي، په درنښت غوښتنه کېږي، ترڅو یوه اغېزمنه او د پلي کېدو وړ اقتصادي طرحه د یادې ځمکې د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او ورته تأسیساتو د جوړولو لپاره ترتیب کړي، او خپله طرحه د ۱۴۰۴ کال د  دلوې ۲۳مه نېټه، د سهار لسو بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت ته، چې د صدارت څلور لارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ او د ملي احصایې او معلوماتو ادارې څنګ ته موقعیت لري، وسپاري.

د طرحې (پلان) محتوا باید لاندې موارد ولري:

۱-       د ځمکې د کارونې  ډول او هدف په روښانه توګه تشریح کړي؛

۲-       د پلان شویو تأسیساتو ابتدایي طرح وړاندې کړي؛

۳-       اقتصادي تحلیل او د لګښتونو ابتدایي اټکل وړاندې کړي؛

۴-       د پروژې د تطبیق مهالوېش (ټایم‌لاین) مشخص کړي؛

۵-       د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې روښانه کړي؛

۶-       د اجارې موده: داوطلب باید د اجارې د مودې اوږدوالی (په کلونو او میاشتو) مشخص کړي؛

۷-       د میاشتني کرایې اندازه: داوطلب باید د میاشتني کرایې خپل وړاندیز په څرګند او مستدل ډول وړاندې کړي.

د آفر تضمین : اوس مهال قابل د تطبیق نه دی

د آفر پرانيستلو نېټه :  (۱۴۰۴/۱۱/۲۳)   - (   ۱۰:۰۰)  بجې له غرمې مخکې.

د آفر پرانستولو ځای: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت

يادونه: که چيرې د روان کال (۱۴۰۴/۱۱/۲۳) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

...

11 میاشتې 3 اونی ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۴۷
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د جوزجان ـ بلخ د ۳۰ کیلومتره لویې لارې د ترمیم او بیارغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د جوزجان ـ بلخ د ۳۰ کیلومتره لویې لارې د ترمیم او بیارغونې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې پروژې د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۴۱
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د حیرتان عمومي لویې لارې او د کلدار ولسوالۍ د سړک داغګیرۍ او ترمیم پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د حیرتان عمومي لویې لارې او د کلدار ولسوالۍ د سړک داغګیرۍ او ترمیم  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د هرات ولایت د هرات شینډنډ پر لویه لاره د وزیرآباد پل د ترمیم او بیارغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د هرات ولایت دهرات شینډنډ پر لویه لاره د وزیرآباد پل د ترمیم او بیارغونې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې . . .

Back to tenders