داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - په کندز ولایت کې د ټولګټو وزارت د اضافي موازي ځمکې د دوو ټوټو د اجارې ورکولو خبرتیا

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی- اعلان اجاره‌ دهی دو قطعه موازی زمین مازاد ملکیت وزارت فوایدعامه واقع ولایت کندز

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکوي؛ ترڅو د کندز ولایت د چهاردره  ولسوالۍ د پل تر څنګ د خپلې اضافي موازي ځمکې دوه ټوټې، چې یوه یې (۳۴۱۲)متره مربع د شمال ختیځ لوري ته او بله یې (۲۳۶۲.۵) متره مربع د شمال لوېدیځ لوري ته موقعیت لري په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، په درناوي بلنه ورکول کېږي؛ ترڅو د یادې ځمکې پر سر د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او یا نورو تأسیساتو د جوړولو لپاره یوه اغېزمنه او د عملي کېدو وړ اقتصادي طرحه چمتو او د ۱۴۰۵/۵/۱ نېټې پورې یې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت ته، چې د صدارت څلورلارې، د کورنیو چارو وزارت د پخوانۍ ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

که طرحه د استازي له لارې سپارل کېږي، استازی مکلف دی چې د رسمي خط / مکتوب کاپي هم له خپلې طرحې سره یو ځای وړاندې کړي.

طرحه باید لاندې موارد ولري:

۱- د ځمکې د کارونې موخې او ډول روښانه تشریح.

۲- د وړاندیز شویو تأسیساتو لومړنۍ طرحه، له نقشې او پلان سره.

۳- اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنۍ اټکل.

۴- د پروژې د پلي کېدو مهالوېش.

۵- د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې.

۶- د اجارې موده: داوطلب باید د ځمکې د اجارې مطلوبه موده (په کلونو او میاشتو) په څرګند ډول مشخصه کړي.

۷- د میاشتنۍ کرایې اندازه: داوطلب باید د میاشتنۍ کرایې لپاره خپل وړاندیز په واضح، مستند او مشخص ډول وړاندې کړي.

د آفر تضمین : فعلاً د تطبیق وړ نه دی.

د طرحو د سپارلو او پرانیستلو وروستۍ نېټه: ۱۴۰۵/۵/۱، د سهار ۱۰:۰۰ بجې

د طرحو د سپارلو ځای: ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو د تدارکاتو آمریت.

یادونه: که چېرې د ۱۴۰۵/۵/۱ نېټه د حکومت له خوا په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو د داوطلبۍ پروسه او د طرحو پرانیستل به په راتلونکې کاري ورځ، په هماغه ټاکلي وخت او هماغه ځای کې ترسره شي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطالعاتو او پروژه سازۍ ریاست د اړتیا وړ دوه (۲) سیټه مکمل الاسباب کمپیوټري DGPS وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطالعاتو او پروژه سازۍ ریاست د اړتیا وړ دوه (۲) سیټه مکمل الاسباب کمپیوټري  DGPS وسایلو د تدارک . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د پرانستې ملي داوطلبۍ له لارې د عوایدو ریاست اړوندو ایجابي چارو د نصب او تنظیم په ګډون د۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطلق مؤجل بیعې پر اساس د هرات - اسلام قلعه د ټولپلازا د اړتیا وړ ۶۷ قلمه برقي وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژه

  ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د پرانستې ملي داوطلبۍ له لارې د عوایدو ریاست اړوندو ایجابي چارو د نصب او تنظیم په ګډون د۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطلق . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۲۴
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې خبرتیا - د پکتیا – خوست د ۲۰ کیلومتره  سړک د اساسي رغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو - د پکتیا – خوست  د ۲۰ کیلومتره  سړک د اساسي رغونې  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقه‌مند داوطلبان کولای شي . . .

Back to tenders