داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا:

ashraf_admin
داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا:

Publish Date

Closing Date

د کابل - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د حسن کاریز پُل د بیارغونې پروژه:
 ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د حسن کاریز پله د بیارغونې په پروژه کې ګډون وکړي؛ چې د تشخیصیې نمبر یې (MOPW/1402/W-009/NCB) دی.
داوطلب کسان دې خپل تړل شوي آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم د قانون او تدارکاتو د طرزالعمل مطابق د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې تر ۲۳مې نیټې له غرمې مخکې تر 11:00 پورې وړاندې کړي.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ترڅنګ، د تدارکاتو ریاست، ټولګټو وزارت ـ کابل ـ افغانستان، د سهار له 08:00 – د ماسپښین تر 04:00 بجو پورې، چې د فلش په واسطه یې ترلاسه کولای شئ. 
 د آفرونو د تسلیمۍ نېټه د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې ۲۳مه، د سه شنبې ورځ له غرمې مخکي 11:00 بجې، چې دغه د آفرونو د تسلیمۍ وروستۍ نېټه ده؛ ځنډېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي، د دغې پروژې د آفرونو د تسلیم(400,000 AFN) یو لک او پنځوس زره افغانۍ د بانکي تضمین په توګه دي، چې شرایط یې د داوطلبۍ د معلوماتو په صفحه کې ذکر شوي دي.
د آفر پرانیستلو وخت: د ۱۴۰۲، جوزا ۲۳مه، د سه شنبې ورځ، له غرمې مخکې 11:00 بجې.
ادرس: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ترڅنګ، د تدارکاتو ریاست، ټولګټو وزارت ـ کابل ـ افغانستان.
نوټ: که د شرطپاڼې او د داوطلبۍ د اعلان په متن کې توپیر شتون ولري د شرطپاڼې متن د اعتبار وړ دی.

...

4 میاشتې 2 اونی ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د خواف - هرات د اوسپنې پټلې د درېیمې قطعې د (DMR) مخابراتي سیستم د بشپړولو، چمتو کولواو تدارک پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو ( د خواف - هرات د اوسپنې پټلې د درېیمې قطعې د (DMR) مخابراتي سیستم د بشپړولو، چمتو کولواو تدارک پروژې)  چې  MOPW/1404/G . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۲:۲۹
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د تورغونډي د اوسپنې پټلۍ تمځای په ساحه کې د (۷) بوفرونو ( د ټکر د مخنیوي وسیلو د چمتو کولو، جوړولو او نصیبولو پاتې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو ( د تورغونډي د اوسپنې پټلۍ تمځای په ساحه کې د (۷) بوفرونو ( د ټکر د مخنیوي وسیلو د چمتو کولو، جوړولو او نصیبولو پاتې . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۴۳
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د 1404 مالي کال لپاره د تلو د چارو د تنظیم ریاست د (15) پایو لپ‌ټاپ کمپیوټرونو چمتو کولو او تدارک پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو  (د 1404 مالي کال لپاره د تلو د چارو د تنظیم ریاست د (15) پایو لپ‌ټاپ کمپیوټرونو چمتو کولو او تدارک پروژې) چې MOPW/1404 . . .

Back to tenders