داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

media_admin
اعلان دعوت به داوطلبی

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمت الله علیه زیارت ته د تلونکي 7.8 کیلومتره سړک د اړتیا وړ نرخونو ټاکلو منبع په پروسه کې ګډون وکړي، د احجامو د بل سافټ کاپي او د پروژې تخنیکي اسناد دې د تدارکاتو ریاست اړوند د ساختماني، تدارکاتي او مشورتي خدمتونو له آمریت څخه ترلاسه کړي، خپل تړل شوي آفرونه دې د اعلان له نشر څخه د {06/05/1403} نیټې د ماسپښین تر 2 بجو پورې د ټولګټو ټولګټو وزارت د تدارکاتو رياست د تدارکاتو او اجناسو له آمريت څخه چې په صدارت څلو‌لاري (پخوانۍ د کورنيو چارو وزارت سړک د احصايې او معلوماتو ادارې تر څنګه واقع دی؛ وړاندې کړي، انټرنيټي او وروسته رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي؛ د نرخونو ټاکلو پروژه په پورته ذکر شوې نېټه او ساعت د داوطلبانو د استازو او د ادارې د ګمارل شویو استازو په شتون کې ترسره کیږي، د نرخ ټاکلو غونډه په تر ټولو ټیټ نرخ وړاندې کیږي او د معیار بشپړېدل د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق د وزارت محترم مقام د حکم په اساس د یوازینۍ منبع له لارې ترسره کړي.

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ارزګان ولایت د تنګي سیمې د ۵۰ متره پل د جوړولو پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د ارزګان ولایت د تنګي سیمې د ۵۰ متره  پل د جوړولو د پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۲۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کندز ولایت د ټولګټو ریاست اړوند د ۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسې ځمکې د اجارې خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانو او پانګه‌والو ته خبر ورکول کیږي، ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د امارتي ځمکو د اجارې د قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې، د کندز ولایت د ټولګټو ریاست اړوند هغه . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۱۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د زابل ولایت د پل‌سنګي په نوي جوړ شوي ترازو کې د سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو (د زابل ولایت د پل‌سنګي په نوي جوړ شوي ترازو کې د سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

د . . .

Back to tenders