داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا:

ashraf_admin
داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا:

Publish Date

Closing Date

د کابل - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د عظمت کلي پُل د بیارغونې پروژه:
 ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د عظمت کلي پله د بیارغونې په پروژه کې ګډون وکړي؛ چې د تشخیصیې نمبر یې (MOPW/1402/W-005/NCB) دی.
داوطلب کسان دې خپل تړل شوي آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو په پام کې نیولو سره د قانون او تدارکاتو د طرزالعمل مطابق د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې تر ۲۴مې نیټې د ماسپښین تر 02:00 پورې وړاندې کړي.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ترڅنګ، د تدارکاتو ریاست، ټولګټو وزارت ـ کابل ـ افغانستان، د سهار له 08:00 – د ماسپښین تر 04:00 بجو پورې، چې د فلش په واسطه یې ترلاسه کولای شئ. 
 د آفرونو د تسلیمۍ نېټه د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې ۲۴مه، د سه شنبې ورځ ماسپښین 02:00 بجې، چې دغه د آفرونو د تسلیمۍ وروستۍ نېټه ده؛ ځنډېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي، د دغې پروژې د آفرونو د تسلیم(150,000AFN) یو لک او پنځوس زره افغانۍ د بانکي تضمین په توګه دي، چې شرایط یې د داوطلبۍ د معلوماتو په صفحه کې ذکر شوي دي.
د آفر پرانیستلو وخت: د ۱۴۰۲، جوزا ۲۳مه، د سه شنبې ورځ، د ماسپښین 02:00 بجې.
ادرس: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ترڅنګ، د تدارکاتو ریاست، ټولګټو وزارت ـ کابل ـ افغانستان.
نوټ: که د شرطپاڼې او د داوطلبۍ د اعلان په متن کې توپیر شتون ولري د شرطپاڼې متن د اعتبار وړ دی.

...

11 میاشتې 3 اونی ago

...

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۵۱
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د کابل – کندهار پرلویه لار، (د غزني ولایت اندړ ولسوالۍ) په (000+140)  کیلومترۍ کې د(6000) متره مربع (3جریبه) مساحت سره د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (د لوګر ولایت مرکز – بابوس، شولک – دوغ آباد – الوزي او د میدان وردګ ولایت د تنګي درې اړوند د قلعه امیر لومړی لاټ سړک چې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۴۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (د لوګر ولایت مرکز – بابوس، شولک – دوغ آباد – الوزي او د میدان وردګ ولایت د تنګي درې اړوند د قلعه امیر دویم لاټ سړک چې . . .

Back to tenders