د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح او یو شمېر رئیسانو هم شتون درلود.
په پیل کې، د ټولګټو وزارت محترم وزیر ښاغلي بیکدلي ته ښه راغلاست و وایه او د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او د زېربنایي پروژو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي وویل، د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک دویم لاټ، چې ۵۳ کیلومتره اوږدوالی لري، د اساسي رغونې چارې د ایران هېواد له لوري پیل شوې وې، چې تر دې مهاله د ۴۲ کیلومتره سړک رغنیزې چارې بشپړې شوې او د پاتې ۱۱ کیلومتره سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي او په نږدې دوو میاشتو کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
همدارنګه، نوموړي وویل چې د یاد سړک لومړی لاټ ۶۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې پخوا د ایران هېواد له لوري په اساسي ډول رغول شوی و؛ خو دا مهال یې د سړک فرش او د یو شمېر پلونو او پلګوټو ځینې برخې تخریب شوې دي. د ده په وینا، د دې برخو د ترمیم او بیارغونې لپاره د ایران هېواد له لوري بودجه په پام کې نیول شوې ده او قراردادي شرکت انتخاب شوی، تر څو په نږدې راتلونکي کې یې د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شي.
د میل ۷۸ ابونصر فراهي سړک ټولټال ۱۱۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد او ټرانزیټ لپاره مهمه لاره ده. ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د ایران هېواد په همکارۍ دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
په پای کې، دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا، د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي او د بنسټیزو پروژو په برخه کې پر دوامداره او نږدې همکارۍ ټینګار وکړ.
