د بامیانو په مرکز کې جغلي سړک ۵۰ سلنه بشپړ شوی

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۳:۳۵
د بامیانو په مرکز کې جغلي سړک ۵۰ سلنه بشپړ شوی

دا جغلي سړک ۷.۳۸ کیلومتره اوږدوالی لري او د بامیانو ولایت مرکز ته د ورغلي سړک څخه د اختیاران او کج شیبرتو کلیو پر لوري ورغځیدلی چې اوس مهال یې د جوړلو کار له ۵۰ سلنه پرمختګ سره دوام لري.

د جغلي سړک دا پروژه د ټولګټو وزارت او دوو سیمه ییزو پراختیایې شوراګانو ترمنځ تړون شوې چې ۱۱۶۰ کاري ورځې یې رامنځته کړې او مالي لګښت یې د هیواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

ټولګټو وزارت په بامیانو ولایت کې د اسفالټ سړکونو تر څنک د جغلي او کانکریټي سړکونو ګڼې پراختیایې پروژې تر کار لاندې لري چې د سیمې خلکو ته د کاري بوختیاوو تر څنګ ټرانسپورټي اسانتیاوې هم رامنځته کوي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS