د ختیځ ـــ لويديځ دهلیز

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۱۳:۵۰
د ختیځ ـــ لويديځ دهلیز

 

د ګردن دیوار پروژه یا د ختیځ ـــ غرب دهلیز د افغانستان له مهمو ملي او سترو پروژو څخه دی، چې د ځمکني ټرانسپورټ له لارې غور، بامیان، ډایکنډي او میدان وردګ ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي، یاده پروژه څه باندې ۷۹۰ کیلومټره اوږدوالی لري. چې د سوداګرۍ د پراختیا او د سیمه ییز ټرانزیټ (ګرځندوی صنعت)په برخه کې به مهم رول ولوبوي. اودغه راز به د مسافرو لپاره ګڼې آسانتیاوي هم رامینځته کړي. او هم به له تاریخي پلوه په هغو سیمو تېرېږي، کوم چې ځانګړې او تاریخي ښکلا لري.

د دې سربېره به د ټوریزم په برخه کې پانګه اچونه ډېره شي او له اقتصادي او ټولنیزه اړخه به ډېر ګټور تمام شي.

د یاد مهم او اقتصادي دهلیز جوړونه د افغانستان د دولت له پلانونو او د جلالتمآب جمهور رئیس له لېدلورو څخه وه، چې اوس مهال یې په څو برخو کار روان دی.

دا مهال د ۶۰ کیلومټره په اندازې په میدان وردګو، د ۲۱ کیلومټره په اندازې په غور او د ۳۵ کیلومټره په اندازې په هرات ولایت کې یې کار جریان لري او پاتې نور یې د تولګټو وزارت په پلان کې دي.

دغه دهلیز د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې ډېر مهم او اساسي رؤل لري اوغه راز مرکزي ولایتونه له یو بل سره نښلوي او د افغانستان له کړییز سړک سره یې د وصل په نقطې بدلوي او د مرکز او غربي ولایتونو ترمنځ واټن راکموي.

د یاد سړک په مسیر کې ګڼ معدنونه هم شته دي، چې له هغې جملي څخه په بامیانو کې د حاجي ګک، د غور په شهرک ولسوالۍ کې د مالګې او د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې د مر مرو معدنونه یادولی شو.

د وري ۱۵ مه ۱۴۰۰

ټولګټو وزارت¬¬ ¬ـــ مطبوعاتي څانګه

 

...

4 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تغییر او تبدیل شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۷/۶/۲۹) نېټې د (۴۵۴۱) ګڼې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر عبدالواسع صابري، چې تر دې وړاندې یې د ټولګټو وزارت د سړکونو د خوندیتوب او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

BACK TO NEWS