د سالنګ لویې لارې د نن ورځې وضعیت:

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۱۰:۱۱
د سالنګ لویې لارې د نن ورځې وضعیت:

نن ورځ په سالنګونو کې هوا وریېځ ده، د واورې اورښت جریان لري او یاده لویه لار د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده؛ دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له جنوب څخه شمال لوري ته تګ کولای شي.
د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل د معمول په څیر د یادې لویې لارې د ځینو وجاړو برخو په ترمیم، جغل اچونه او پاک کارۍ بوخت دي.
همدارنګه، د ګواره سنګ، هفته نور او سنګ نوشته په ساحو کې شاوخوا ۴۵ سانتي متره واوره اورېدلې او لا هم جریان لري، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل له لوري یې د پاک کاري چارې جریان لري.

...

8 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۸
Background image

د میدان وردګ – لوګر نښلوونکي سړک د رغونې چارې د څه باندې ۷۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د میدان وردګ – لوګر نښلوونکي سړک د رغونې چارې په دوو لاټونو کې د ۳۱.۶ کیلومتره ټولیز اوږدوالي په لرلو سره د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې دا مهال په چټکۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۱:۲۵
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۳۵۳۶۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د ثور له ۱۱مې څخه تر۱۷مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې  ۲۳۵۳۶۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۶۰۰۶۳ټنه، د آقینې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۵
Background image

په بلخ ولایت کې د بلخ – شبرغان لارې د لومړي لاټ (د کلفت بندر سړک) رغنیزې چارې روانې دي

د بلخ شبرغان لارې لومړی لاټ (د کلفت بندر سړک)، ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د څه باندې ۷۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت او د سړک جوړونې له یو خصوصي شرکت سره د ډیزاین بیل. . .

BACK TO NEWS