د سړکونو د ساتنې او څارنې معین جنوب غربي ولایتونو ته د سفر په لړ کې بادغیس ولایت ته سفر وکړ

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۴:۳۳
د سړکونو د ساتنې او څارنې معین جنوب غربي ولایتونو ته د سفر په لړ کې بادغیس ولایت ته سفر وکړ

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، چې یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوي جنوب غربي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې بادغیس ولایت ته ورسېد.

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، د کابل – کندهار لویې لارې په اوږدو کې د ټولګټو وزارت له بېلابېلو تر کار لاندې حفظ او مراقبتي
پروژو څخه د لیدنې ترڅنګ په یادو ولایتونو کې له شته ماشینري او کمپونو څخه لیدنه وکړه، هغه همدارنګه په یادو ولایتونو کې د پروژو د تطبیق څرنګوالی، د ټولګټو ریاستونو اړوند د روان او تېر کال تر کار لاندې او بشپړي شویو پروژو اړوند اسناد چک او وارزول.

 هغه همدارنګه بادغیس ولایت ته په رسېدو سره د یاد ولایت له حلقوي سړک، بادغس ولایت مقر ولسوالی د ترکانو د کمپ څخه لیدنه وکړه او همدارنګه یې د بادغیس ولایت د ټولګټو ریاست له فني او مسلکي کارکوونکو سره هم ولېدل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې محترم معین صاحب؛ د ستونزو د هوارولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د وطن ابادي او د نظام ملاتړ زموږ او ستاسو هڅو او رښتیني کوښښ ته اړتیا لري، هغه د یاد ریاست کارکوونکي اړوند دندو ته متوجه کړل او لارښوونه یې وکړه، چې ورسپارل شوې دندې په پوره صداقت او ایماندري سره ترسره کړي. 
 

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS