د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د تخار او کندوز له ټولګټو ریاستونو څخه لیدنه وکړه:

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۳:۴۴
د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د تخار او کندوز له ټولګټو ریاستونو څخه لیدنه وکړه:

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین الحاج معاون ملا عبدالجبار د هیواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې تېره ورځ د تخار او کندوز ولایتونو له ټولګټو ریاستونو څخه لیدنه وکړه؛ د یادو ریاستونو کړنې او تر کار لندې پروژې یې وارزولې. دغه راز یې د یادو ریاستونو د کار کوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل. د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، د یادو ریاستونو له ماشینرۍ څخه هم لیدنه وکړه او مسؤولینو ته یې د غیر فعالې ماشینرۍ د ترمیم او له هغو څخه د مؤثرې ګټې اخیستلو په برخه کې لارښوونې وکړې.

...

8 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۸
Background image

د میدان وردګ – لوګر نښلوونکي سړک د رغونې چارې د څه باندې ۷۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د میدان وردګ – لوګر نښلوونکي سړک د رغونې چارې په دوو لاټونو کې د ۳۱.۶ کیلومتره ټولیز اوږدوالي په لرلو سره د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې دا مهال په چټکۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۱:۲۵
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۳۵۳۶۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د ثور له ۱۱مې څخه تر۱۷مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې  ۲۳۵۳۶۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۶۰۰۶۳ټنه، د آقینې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۵
Background image

په بلخ ولایت کې د بلخ – شبرغان لارې د لومړي لاټ (د کلفت بندر سړک) رغنیزې چارې روانې دي

د بلخ شبرغان لارې لومړی لاټ (د کلفت بندر سړک)، ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د څه باندې ۷۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت او د سړک جوړونې له یو خصوصي شرکت سره د ډیزاین بیل. . .

BACK TO NEWS