د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د سرپل له ټولګټو ریاست څخه لیدنه وکړه:

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۹:۶
د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د سرپل له ټولګټو ریاست څخه لیدنه وکړه:


 
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د هیواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې، چې یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوي، تېره ورځ د سرپل ولایت له ټولګټو ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست کړنې او تر کار لاندې پروژې او راتلونکي پلانونه یې وارزول، دغه راز یې د یاد ریاست د کار کوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له شته ماشینرۍ څخه هم لیدنه وکړه او مسؤولینو ته یې د غیر فعالې ماشینرۍ د ترمیم او مؤثرې ګټې اخیستنې او دغه راز د چارو د لا سمون په موخه یې مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۹:۴۹
Background image

د سالنګونو لويې لارې په اړه د ټولګټو وزارت خبرتيا

دا چې ټولګټو وزارت د سالنګونو لويې لارې د دريو برخو پاتې کار او د بيارغونې چارې پيل کړي دي؛ په همدې موخه د ټرانسپورټي چارو د لاښه تنظيم لپاره د ټولو باربري، مسافربري او ټرانسپورټي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۸:۳۹
Background image

په تیره اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۶۸۸۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د سرطان له ۸مې نېټې څخه تر ۱۴ مې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۶۸۸۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۶۲۱۳۳) ټنه، د آقینې بندر له لارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۸:۱۰
Background image

د ټولګټو سرپرست وزیر میدان وردګو ولایت ته د کابل-کندهار لويې لارې پروژې د آرزونې په موخه سفر وکړ

د ټولګټو سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني ددغه وزارت اړوند د یو شمیر رئیسانو په ملتیا میدان وردګو ولایت ته سفر وکړ او د شپې ناوخته يې د سيد آباد ولسوالۍ اړوند د شيخ آباد په. . .

BACK TO NEWS