د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د بنګي له دوراهي څخه تر اشکمش ولسوالۍ پورې د عمومي سړک د ترمیم او بیارغونې پروژه

kalim_admin
اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد – پروژه ترمیم و باسازی سرک عمومی دوراهی بنگی الی ولسوالی اشکمش

Publish Date

Closing Date

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو  د بنګي له دوراهي څخه تر اشکمش ولسوالۍ پورې د عمومي سړک د ترمیم او بیارغونې پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-068/NCB    تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو اصولو له مخې د  بصیر حبیبي ساختماني شرکت ته چې د جواز شمېره یې (D-04-1683) ده او کندهار ښار عینو مینه کې موقعیت لري، چې قیمت یې (12,800,112.30) افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت ته وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د غزني د ټولپلازې عوایدو ریاست د سولري برېښنایي سیسټم د اړتیا وړ ۱۳ قلمه برېښنايي توکو د چمتو کولو او تدارک پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د غزني د ټولپلازې عوایدو ریاست د سولري برېښنایي سیسټم د اړتیا وړ ۱۳ قلمه برېښنايي توکو د چمتو کولو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د تحویلخانې عمومي مدیریت د اړتیا وړ ۱۳۰ قلمه قرطاسیه ‌بابو او رنګ ‌بابو د تدارک پروژه

په همدې وسیله ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د تحویلخانې عمومي مدیریت د اړتیا وړ ۱۳۰ قلمه قرطاسیه ‌بابو او رنګ ‌بابو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د ایبک ـ پلخمري د عمومي لویې لارې د داغګیرۍ او ترمیم پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د ایبک ـ پلخمري د عمومي لویې لارې د داغګیرۍ او ترمیم  د پروژې قرارداد، چې د MOPW . . .

Back to tenders