د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند ولایت د مهاجر بازار تلې د سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې توګه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې په نظر کې لري؛ترڅو د هلمند ولایت د مهاجر بازار تلې د سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-009/NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو د اصولو له مخې، د نصرت بارک ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (95733) ده د شپږمې ناحیې اړوند د څلوېښت متره سړک ډي یک ساحې 48 نمبر کور سره موقعیت لري، د (2,976,052) افغانیو په بدل کې په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
