د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د کابل – لغمان پر لویه لار د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه

kalim_admin
د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا -   د کابل – لغمان پر لویه لار د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه

Publish Date

Closing Date

په همدې توګه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې په نظر کې لري؛ ترڅو د کابل لغمان پر لویه لار د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه، د۵۴۰ +۶۷  کیلومتره په اوږدوالي سره د پلچرخي له دروازې څخه تر استحکامي پل( د ۰+۰۰۰ کیلومترۍ څخه تر ۵۴۰ +۶۷  کیلومترۍ پورې) چې  (MOPW/1405/W-027/NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو د اصولو له مخې  د امیر سلامي شهید ساختماني او لوژستیکي شرکت ته چې د جواز شمېره یې (D-02-127) ده او د کنړ ولایت په مرکز کې موقعیت لري په (۱۵،۷۰۲،۰۳۶) افغانۍ قرارداد ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطالعاتو او پروژه سازۍ ریاست د اړتیا وړ دوه (۲) سیټه مکمل الاسباب کمپیوټري DGPS وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطالعاتو او پروژه سازۍ ریاست د اړتیا وړ دوه (۲) سیټه مکمل الاسباب کمپیوټري  DGPS وسایلو د تدارک . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د پرانستې ملي داوطلبۍ له لارې د عوایدو ریاست اړوندو ایجابي چارو د نصب او تنظیم په ګډون د۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطلق مؤجل بیعې پر اساس د هرات - اسلام قلعه د ټولپلازا د اړتیا وړ ۶۷ قلمه برقي وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژه

  ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د پرانستې ملي داوطلبۍ له لارې د عوایدو ریاست اړوندو ایجابي چارو د نصب او تنظیم په ګډون د۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطلق . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۲۴
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې خبرتیا - د پکتیا – خوست د ۲۰ کیلومتره  سړک د اساسي رغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو - د پکتیا – خوست  د ۲۰ کیلومتره  سړک د اساسي رغونې  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقه‌مند داوطلبان کولای شي . . .

Back to tenders