د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د کندز – شیرخان بندر د عمومي لویې لارې د اسفالتي سړک د فرش د بیا ترمیم پروژه، په هغو برخو کې چې د سړک په فرش کې عرضي او طولي موجونه رامنځته شوي دي
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د کندز – شیرخان بندر د عمومي لویې لارې د اسفالتي سړک د فرش د بیا ترمیم پروژه، په هغو برخو کې چې د سړک په فرش کې عرضي او طولي موجونه رامنځته شوي دي د پروژې قرارداد، چې د (MOPW/1405/W-044/NCB ) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو د اصولو له مخې د میربچه کوټ ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (D-48611) ده او کندز ښار کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې ( 20,432,013.8) افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
