د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د کابل-کندهار په لویه لاره د میدان وردګو ولایت د دراني د پل د ترمیمولو د پروژې د قرارداد دورکړې خبرتیا

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانه ته بلنه ورکوي چې د کابل-کندهار په لویه لاره د میدان وردګو ولایت کې د دراني د پل د ترمیمولو پروژه په قرارداد ورکړي، چې MOP/1403-002/C/RE ID تشخصیه شمیره لرونکې ده ؛ د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم د الرحمت میدانی ساختماني او سرک سازی شرکت ته چې د 68131 جواز نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم 2،499،001 دوه میلیونه څلورسوه نه نوی زره یو افغانۍ په قرارداد ورکړي.
هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري؛ کولی شي خپل اعتراضونه د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې سره سم په ليکلي ډول د دې اعلان د خپریدو له نیټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ کې د کورنیو چارو د پخواني وزارت د ملي احصايې او معلوماتو ادارې ته څېرمه موقعیت لري، وړاندې کړي.
دا خبرتيا د تړون د پای ته رسیدو معنی نه لري، پرته له دې چې پورته ذکر شوې نیټه بشپړه شي او راتلونکي قانوني پروسې به قرارداد پای ته ونه رسوي.