د لغمان ولایت د پوهنتون سړک رغنیزې چارې بشپړې شوي او ګټي اخیستنې ته چمتو دی

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۱۲:۴۳
د لغمان ولایت د پوهنتون سړک رغنیزې چارې بشپړې شوي او ګټي اخیستنې ته چمتو دی

 

دا سړک چې ۴.۷۵۰ کیلومتره اوږدوالی او له ۲۰ تر ۳۰ مترو پورې پلنوالی لري د اردو له لوا څخه پېل او د مهترلام ښار اړوند رهایشي سیمې پوري غځیدلي دی، د یاد سړک په اوږدو کې ۹ پایې پُلګوټي هم شامل دي.

یاد سړک د له دوو خصوصي ودانیزو شرکتونو سره د څه باندې ۳۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت تړون شوی، چې دا مهال یې رغنیزې چارې بشپړې او ګټي اخیستني ته چمتو دی، او مالي لګښت یې د افغانستان حکومت له ملي بودیجې څه ورکول کیږي.

دا پروژه د لغمان ولایت له مهمو سړکونو څخه دی چې د یاد ولایت دولتي ادارې به له یو بل سره ونښلوي او د محصلینو لپاره به د ټرانسپورټي هوساینې تر څنګ د کرایې د کمښت لامل شي.

د ټولګټو وزارت ـ کابل

 

 

...

7 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - جلال‌آباد لویې لارې تنګي غارو سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه په داسې حال کې له نږدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۱
Background image

په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دکب/حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې۴۹۰۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰۸۰۸ټنه، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۱۷۵۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره اوونۍ کې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کب / حوت میاشتې له ۲۹ نیټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري / حمل میاشتې تر ۶ نیټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لاری۱۵۱۷۵۰  متریک ټنه انتقالات شوي دي. . .

BACK TO NEWS