د ننګرهار له بهسودو پله ــ عبدالخېل تنګي پورې د سړک چارې ۳۰ سلنه پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۱۵:۲۷
د ننګرهار له بهسودو پله ــ عبدالخېل تنګي پورې د سړک چارې ۳۰ سلنه پرمختګ لري

دا سړک چې ۱۲ کیلومتره اوږدوالی او ۴۰ متره پلنوالی لري، د ننګرهار ولایت له بهسودو پله څخه پیل او تر عبدالخېل تنګي سیمه کې غځیدلی، چې د کونړ ـ ننګرهار تر سړک پورې رسیږي او اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۳۰ سلنه کاري پرمختګ سره داوم لري. د دغه سړک د جوړيدا تړون د ټولګټو وزارت لخوا له یو خصوصي ودانیز شرکت سره شوی، چې ټول مالي لګښت یې د افغانستان دولت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي. د دې سړک د رغنیز کار له بشپړېدو سره به د کونړ او ننګرهار ځینې سیمې له جلال آباد ښار سره ونښلي، دغه راز به د یاد ولایت د ګڼو اوسېدونکو د تګ راتګ په برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړې. د دې ترڅنګ به په ښاري پراختیا کې د مثبت اغیز سربېره د خلکو د ښه ژوند په برخه کې ګټور رول ولوبوي.

...

2 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

د کندوز ـ تخار لویې لارې د ترمیم او سیلینگ کارۍ چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د کندز- تخار لویې لارې د ترمیم او سیلینګ کارۍ چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندز ولایت ټولګټو رئیس محترم الحاج ملا عبدالخالق حقمل، سیمه ییزو مسؤلانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د ثورې پل د ترمیم چارې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بادغیس – میمنې مسیر اړوند د ثورې په نوم تخریب شوي پل د ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټن. . .

BACK TO NEWS