د ټولګتو وزارت سرپرست د کابل ۔ کندهار لویې لارې د ویجاړو پلونو او پلګوټو څخه د ترمیم او بیارغولو په موخه لیدنه وکړه

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۹:۲۰
د ټولګتو وزارت سرپرست د کابل ۔ کندهار لویې لارې د ویجاړو پلونو او پلګوټو څخه د ترمیم او بیارغولو په موخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د وزارت تخنیکي معین مولوي عبدالکریم فاتح او یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوي، د هېواد جنوب غربي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې یې؛ د کابل – کندهار لویې لارې له ویجاړو پُلونو او پُلګوټو څخه لیدنه وکړه.

د ټولګټو وزارت سرپرست د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د سنگرمانده، سوخته او مغلیز پلونو او دغه راز د شهرصفا ولسوالۍ اړوند ویجاړو پُلونو او پُلګوټو څخه له نږدې لیدنه وکړه او دغه راز یې د یادو پُلونو د ترمیم او بیارغولو په موخه د ترکي 77 ساختماني شرکت له استازو سره په ساحه کې وکتل، چې دواړو لورو په دغه برخه کې هر اړخیز بحث او خبرې وکړي.

همدارنګه، د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د کابل – کندهار لویې لارې د بېلابېلو برخو له رغنیزو چارو او د قراردادي شرکتونو له ماشینري او تجهیزاتو څخه هم له نږدې لیدنه ترسره کړي  او د پروژې د رغنیزو چارو د چټکتیا او غوره کیفیت په موخه یې قراردادي شرکت، د پروژې څارونکي ټیم او اړوند مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS